اسلام آباد 01 مارچ (اے پی پی) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي په هېواد كښې د زياتېدونكې آبادۍ ضروريات ترسره كولو لپاره د اوبو د وسيلو مناسب كارولو او تحفظ لپاره په صوبائي او وفاقي كچه د موثره اقداماتو كولو په ضرورت زرو راوړلو سره سپارښتنه كړ?? چې د اوبو د قامي پالېسۍ مسودې ته د صوبو په مشاورت زر حتمي شكل ??رك??ې شي۔ده دا خبرې د وزيراعظم په دفتر كښې د زيارت په ورځ د اوبو د قامي پالېسۍ مسودې په اړه د غونډې مشري كولو په مهال وكړې۔په غونډه كښې د كورنيو چارو وزير احسن اقبال٬د پلاننګ كميسون دوهم چيئرمېن سرتاج عزيز٬د برېښنا دوهم وزير سردار اويس احمد خان لغاري او اړوند وفاقي سېكترانو او اعلٰی چارواكو هم ګډون وكړو۔د پلاننګ كميسون دوهم چيئرمېن سرتاج عزيز غونډه د اوبو د قامي پالېسۍ په لړ كښې خبره كړه۔وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د اوبو د اوسنيو وسيلو موثره تحفظ او انتظام لپاره د پالېسۍ فريم ورك په وضعه كولو د پلاننګ كميسون دوهم چيئرمېن او د هغه د ډلې هڅې وستائېلې۔وزيراعظم ووئيل تازه اوبه يو نعمت او محدوده وسيله ده كومه چې ورو په ورو كمېږي۔ده ووئيل د هېواد د زياتېدونكې آبادۍ د راتلونكي وخت ضروريات تر سره كولو لپاره نه يوازې د اوبو د وسيلو مناسب استعمال بلكې د تحفظ او سائنسي انتظام لپاره په صوبائي او وفاقي كچه د موثره اقداماتو كولو ضرورت دے۔وزيراعظم امر و??ړو چې د پالېسۍ مسوده صوبو سره په مشاورت جوړه كړ?? دغسې چې زر حتمي شكل ??رك??ې شي۔وزيراعظم د صوبائي حكومت برخه ضروري ګرځولو سره د پلاننګ كميسون دوهم چيئرمېن ته ووئېل چې معامله د شريكې ګټې كونسل ته وړولو نه وړاندې اتفاق لپاره صوبائي حكومتونه په دې عمل كښې شريك كړئ