اسلام آباد ۔ 08 اکتوبر (اے پی پی) د قامي روغتيا وفاقي وزيرې سائره افضل تارړ وئيلي دي په هېپاټائټس قابو موندلو له د هېپاټائټس مخنيوي لپاره د قامي تګلارې پېل لويه كا??يا??ي ده او اوس به زمونږ راروان ګام ددې قامي تګلارې صوبائي لائحه ته منتقل كول وي۔ د روغتيا وزارت د هڅو په سوب اوس د هېپاټائټس ارزانې او ښې دوايانې په 98 فيصد رعايتي نرخونو ت??لا??ه كېدې شي۔ دا خبره دې د اتوار په ورځ اسلام آباد كښې د پاکستان د هېپاټائتس مخنيوي قامي تګلارې پرانستې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ دې ووئيل حكومت د هېپاټائټس مخنيوي له عملي كار كړې او د هېپا ټائټس په اړه د ستراتيجك فرېم ورك هم د حكومت صوبو سره د هر ممكنه مرستې او لارښودنې هڅو برخه ده۔ دې ووئيل په قامي تګلارې عمل درآمد كښې به د صوبو كردار ډېر مهم وي۔ دې ووئيل مونږ له به د دې رنځ مخنيوي او ختمولو له د پاكستان ټول ګامونه د نړيوال معيار ترمخه جوړول وي او ددې م??صد لپاره مونږ نړيوالو پوهانو ته وئيلي چې هغوي تر كال 2030 پاكستان څخه ددې نرځ ختمولو هدف ت??لا??ه كولو كښې زمونږ مرسته وكړي۔