اسلام آباد ۔01 فروری(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني وئيلي دي حكومت كه په حج سبسډي وركړي نو دا به ښه خبره وي۔ بلخوا د پارلماني چ??رو وزير علي محمد خان وئيلي دي حكومت به حج څخه وړاندې د اسانۍ وركولو هڅه كوي۔ ده ووئيل د خزانې وزير هم دا خوښي څرګنده كړې چې سبسډي وركړې شي ولې حكومت ځينې مجبورۍ لري۔ د جمعې په ورځ د سېنېټ غونډې په مهال د پارلماني چ??رو وزير علي محمد خان د سناتور مشتاق احمد خان د پام راګرځونې نوټس په ځواب كښې ووئيل مونږ د مدينې رياست خبره كړې او مونږ په دې وياړ لرو۔ د مدينې په رياست كښې ريښتيا وئيلې كېږي۔ انصاف كېږي۔ ده ووئېل په حج سبسډي وركول د خزانې وزير هم غوښتله او اوس مونږ هڅه كوو چې ريليف وركړې شي ولې ځينې وجوهات داسې دي په كومو چې زه رڼا اچول غواړم۔ ده ووئېل په كال 2017ء او 2018ء كښې حج پالېسي جوړه شوه۔ ، 70 فیصد خرڅونه سعودی حکومت له وركول وي۔ هغه زمونږ په اختيار كښې نه دي۔ د روپۍ په مقابل كښې د سعودي ريال بيعه زياته شوې۔دهووئېل سعودی عربستان به 94 زره 185 د استوګنې په مد كښې اخلي ۔ سعودي عربست??ن كښې حج لپاره چې كومې ادائيګۍ كول دي هغه زياتې كړې شوي چې لامله ئې د حج خرڅونه زيات شوي ۔ ده ووئيل حکومت حج څخه وړاندې د ريليف وركولو هڅه كوي۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل د خزانې وزير كه په حج سبسډي وركړي نو دا به ښه خبره وي۔ دې څخه وړاندې د پام راګرځونې په نوټس سناتور مشتاق احمد خان ووئيل د حاجيانو د شمېرې په لحاظ پاكستان په ټوله نړۍ كښې په دوهم لمبر دے ولې تېر كال حج او عمرې لپاره 14 لكه 79 زره 210 كسان لاړل۔ دا شمېره په ټوله نړۍ كښې تر ټولو زياته ده۔ ده ووئېل حكومت بايد حج لپاره آسان?? او سبسډي وركړي۔ د حج مجموعي مصرف 4 لكه 56 زره جوړېږي۔ دغسې د رو??ن كال په مهال د حج مجموعي مصرف 4 لكه 56 زره روپۍ دے ۔ په دې حساب د رو??ن كال په مهال مصرف 176 زره روپې زيات شوې ٬ ده ووئيل د دستور ترمخه حج لپاره آسان?? او رعايت وركول د حكومت فرض دے۔ د مذهبي چ??رو وزارت او اسلامي نظرياتي كونسل په حج د سبسډي وركولو سپارښتنه كړې وه۔ د مذهبي چ??رو پخواني وزير په ډېر زړه پورې ډول وزارت چلولې۔ ده ووئيل د حج مصرف بايد زيات نه كړې شي