اسلام آباد01 فرروي(اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير اسد عمر سره د ملائېشيا د اېډكټو ګروپ پلاوي ملاقات كړی۔په پلاوي كښې د ملائېشيا د ټ??لي كام كمپنۍ دوه غړي هم شامل وو۔د پلاوي مشري د اېډوكټو ګروپ چيئرمېن داتك عزت كمال الدين وكړه۔په دې موقع اسد عمر ووئيل د هغه ګروپ د اوسني حكومت د ډيجيټل پاكستان ويژن سره همغږي لري او په دې كښې خپل كردار ترسره كول غواړي۔ده ووئيل د دوي كمپنۍ د پاكستان د ټ??لي كام په څانګه كښې د سرمايه كارۍ حجم 150 مل??نه ډالره دے كوم چې 200 مل??نه ډالرو ته د رسولو اراده لرو۔ده ووئيل د ټ??لي كام په اړه پاكستان كښې ډېرې موقعې شته ٬د حكومت اقدامات او مراعات د ډاډګيرنې وړ دي۔پلاوي ووئيل د پاكستاني وزيراعظم لخوا د ملائېشيا اوسنۍ دورې نه پس د ملائېشيا يو شمېر ك??رو??اري پلاويو د پاكستان دوره كړی او د سرمايه كارۍ د موقعو جاج يې اخستې۔په دې موقع د خزانې وزير اسد عمر ووئيل د ملائېشيا او پاكستان ترمينځه اقتصادي مرسته د خوشحالۍ ??اره ده۔ده ووئيل سرمايه كاري د اوسني حكومت ترجيح ده۔ده پلاوي ته په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ په لړ كښې د بشپړه مرستې باور وركړو او وې وئېل د پاكستان حكومت او اولس سږ كال د مارچ په مياشت كښې د ملائېشيا د وزيراعظم لخوا د پاكستان دورې ته په طمعه دے ۔دې دورې سره به د دواړو هېوادونو مرسته لا قوي شي۔