اسلام آباد ۔ 10 دسمبر (اے پی پی) قامي اسمبلۍ د پاكست??ن په آئين كښې د بشري حقونو پاسدارۍ ل??اره بشپړه عملدرآمد باوري كولو له د عزم يو متفقه قرارداد منظور كړې چې پكښې غوښتنه شوې په پاكستان كښې د اقليتونو او مېرمنو حقونو تحفظ دې باوري كړې شي٬دغسې د رائے آزادي او د صحافت آزادي دې باوري كړې شي۔د ګل په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د بشري حقونو وفاقي وزير شيريں مزاري قرارداد وړاندې كولو سره ووئيل دا ايوان د بشري حقونو نړيوالې ورځې په موقع د پاكست??ن په آئين كښې د بشري حقونو په اړه وركړی شوې ضمانت او په نړيوال قوانين د عملدرآمد د عزم څرګندونه كوي۔دې ووئيل دا ايوان د رائے آزادۍ پشمول د پرېس آزادۍ عزم سره سره دا غوښتنه كوي چې د بشري حقونو پھ تناظر ??ښې لوږه او غريبۍ باندې قابو موندلو لپاره دې ګامونه پورته كړی شي۔د اولس معاشي او سماجي صورتحال ښه والي دې باور كړې شي۔ دې ووئېل اقليتونو له دې هر ډول تحفظ وركړې شي۔د مېرمنو د حقونو د?? خاص خيال وساتلې شي۔