اسلام آباد 07 دسمبر (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوی د دې امر څرګندونه كړې چې هېواد كښې خپلواكه ٬ سپېځلې ٬ منصفانه ټولټاكنې ??ول د الېكشن كمېسون بنيادي ذمه واري ده٬ مونږ له به د ټاكنو كمېسون دومره قوي ??ول وي چې د لنډ مهاله حكومتونو ضرورت به نه پاتې كېږي او نظام به چلېږي٬ ووټران په خاص توګه مېرمنو له خپل حق خامخا كارول پكار دي٬ د دوي د جمهوري اقدار?? په استحكام كښې مركزي كردار لرې۔ اولسمش د دې خيالاتو څرګندونه د جمعې په ورځ ايوان صدر كښې د ووټرز قامي ورځې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ دستورې ته د ټاكنو كمېسون چيف كمشنر جسټس (ر) سردار محمد رضا هم وېنا وكړه ۔ اولس مشر هېواد كښې په انتخابي نظام رڼا اچولو سره ووئيل پاكستان د نړۍ په هغه يو څو هېوادونو كښې شمېر دے چرته چې لنډ مهاله حكومت جوړېږي د كومې ضرورت چې ځكه پېښېږي چې مونږ خپل كمېسون دومره نه دې قوي كړې لكه پكار ٶ٬ ده ??وئ??ل زمونږ منزل دا پكار دے چې د سباٶن قانون سازۍ او د آئين په اعتبار سره زمونږ كمېسون دومره خپلواكه او آزاد وي څومره جې د نړۍ په نورو هېوادونو كښې دي دغسې چې د پېچلتيا وړ د لنډ مهاله حكومتونو امكان كم شي ٬ ده ??وئ??ل د لنډ مهاله حكومت ضرورت ځكه وي چې ټاكنې سپېځلې ٬ بې پرې او خپلواكه وشي او كه مونږ خپلواكه او قوي نظام وضع كړو نو د لن ډمهاله حكومت حاجت به پاتې نه شي لكه څنګه چې دلته نګران سپيريم كورټ نه وي ٬ اولس مشر ??وئ??ل مونږ د تسلسل وړ په دې نظام بشپړ باور لرو چې ھغوي به انصاف كوي۔ اولس مشر ووئيل زه په دې خبره باور لرم چې آزادو او سپېځلو ټول ټاكنو لپاره ووټر ته خپل حق كارول پكار دې ٬ هم دا بنياد دے او دا بنياد چې څومره قوي وي دومره به پاكستان د پرمختګ په لاره روان شي ۔ اولس مشر دستوره كښې د ګډون كوٶنك?? په ايوان صدر كښې هركلي كولو سره چيف الېكشن كمشنر او د ھغه ډلې له مباركي وركړه څوك چې هر كال دا دستوره كوي او د اولس د ووټ اهميت ٬ افاديت او تقدس رامخې ته كولو لپاره هڅې كوي۔ اولس مشر دا خبره هم رامخې ته كړه چې پاكستان كښې په يوه ورځ د ټولو نه لوے مشق د ټول ټاكنو وي٬ د دې نه لوے بل كار نه وي چې پكښې په كروړونو خلق برخه اخلي او ووټ كاست كوي٬ امنيتي ادارې د امن ذمه وارۍ ترسره كوي او د ټاكنو كمېسون مركزي كردار سره لويه كارنامه ترسره كوي٬ ده ??وئ??ل د دې نه وړاندې د كمېسون پنځه كاله پرله پسې د دې عمل تيارې كوي او د دې نه پس د ټولټاكن?? په ورځ دا عمل پائې ته رسيږي ۔ اولس مشر عارف علوي ووئيل زه پھ دې كښې هېڅ شك نه لرم چې د كال 2013 او 2018 ټول ټاكنو تر مينځه ډېر فرق ؤ او ښه والې راغلې٬پھ دې كښې پارليمان هم كردار لري ۔ده ووئيل د يوې اوږدې مودې جمهوري عمل او تجربې څخه تېرېدو نه پس زه ګڼم چې الېكشن د دې امر اهتمام دې چې كوم كس د رائے وركولو اهل دے٬هغه خپله رائې وركولې شي او هم دغه د الېكشن د ورځې اصل مشق دے۔ده د ټاكنو اصلاحاتو ذكر كولو سره ووئيل دا ځل په ټول ټاكنو خرڅونه كم كړي شوي ٬لويې لويې پينافليكسز٬سائن بورډز او د بينرز جوړولو هر يو كس متحمل كېدې نه شي٬د دې لاره نيولې شوې ٬ ده ??وئ??ل د 2018 ټول ټاكنو كښې خرڅونه ضرور چېك كړی شوي خو اوس هم نور ګامونه پورته كېدې شي ځكه چې اوس هم د يو عام وګړي لپاره ګران مشق دے ځكه چې په ګرده نړۍ كښې پيسه او اثر لرونكي كسان د ټاكن?? په عمل اثر پريباسي۔ده پھ دې خبره زور راوړو چې مونږ له په خپل هېواد كښې په دې حقله چمتو اوسېدل پكار دي او لا ګامونه پورته ??ول دي دغسې چې د ټول ټاكن?? په عمل كښې خرڅونه د لږ نه لږ شي۔اولس مشر الېكشن كمېشن ته د ټاكنو فهرستونه په ښه ډول جوړولو مباركي وركړه۔ده ووئيل د رائے وركونكي په پخه يا عارضي پته د ووټ اندراج د هغه حق دے او د هغه خوښه ده چې رائے چرته او چا له وركوي دغسې د درك بدلول?? په حقله لا آسانۍ پیدا ??ول غواړي چې پكښې زيات كردار د پارليمان دے۔ده ووئيل الېكشن كميسون آر اېم اېس نافذ كړې دغسې د 8300 سروس هم د ستائېلو دې۔ده ووئيل په ځينو هېوادونو كښې ووټ ور??ول لازم دي ا?? په ځينو هېوادونو كښې په ووټ نه وركولو جرمانې هم شته۔ده په الېكشن كميسون د پارلمان په غړو زور راوړو چې هغوي پريكړه وكړي چې د 2023 ټول ټاكنې څنګه پكار دي ا?? په دې لړ كښې څه ګامونه پورته ??ول غواړي۔اولس مشر د سمندر پورې پاكستانيانو له د ووټ حق وركول?? په حقله د خپلو 12 كلونو هلو ځلو ذكر كولو سره ووئيل زمونږ په هڅو سپريم كورټ سمندر پورې پاكستانيانو له د ووټ وركولو پريكړه كړې۔د پولنګ سټېشنو د كيمرو لګول?? په حقله اولس مشر ووئيل چې ما په انتخابي اصلاحات كمېټۍ كښې وئېلي وو چې په هرپولنګ سټېشن كيمره لګول غواړي او بيا وروست?? په حساس پولنګ سټېشنو كيمرې ولګولې شوې۔اولس مشر ووئيل مېرمنو له د ووټ حق خامخه كارول پكار دي او الېكشن كميسون په دې لړ كښې ګامونه هم پورته كړې دي دغسې په شانګله كښې په مېرمنو د لږ رائے په رامخې ته كېدو هلته بيا پولنګ شوې كوم چې يو غوره ګام دې۔اولس مشر ووئيل معذوره كسانو له د خپل حق كارولو لپاره لا آسانۍ ور??ول غواري زه وائم چې دې ته لا پام لرنه پكار ده۔ده ووئيل د ټول ټاكنو 2018 په حقله پارليماني كمېټي جوړه شوې كوم به چې خپل وړاندېزونه وركوي او د 2023 راروانو ټول ټاكن?? په حقله د غوره نتيجو هيله لرو۔ده ووئيل د ستونزو لرې كولو او ووټ وركونكو له آسانۍ پېدا كولو مقصد دا دے چې د ټول ټاكن?? په حقله په اولس كښې كومه شخړه راپېدا نه شي چې ورسره جمهوري عمل شكمن شي۔ده ووئيل د خپلواكه او سپيځلو ټول ټاكنو نه بغېر جمهوريت نه شي چلېدې۔دې لپاره شخړيز څيزونه لرې ??ول غواړي۔ده ووئيل د اليكټرانك ووټ مشين په حقله هم الېكشن كميسون خبر كړی شوې و چې هغه مشين به د كوم نوعيت وي او څومره ګنجائش به لري۔او د دغې په كارولو كښې هېڅ زيان نشته۔نتيجې به زر تر زره راځي او د بيا شمېرلو عمل به هم آسان وي۔ده ووئيل د 2023 الېكشن سپيځلې جوړولو له د الېكشن كمېشن او حكومت او پارليمان ذمه واري ده چې دا عمل وړاندې بوځي او خپل كار بشپړ كړي۔)