پېښور ۔01 اکتوبر(اے پی پی) د خېبر پختونخوا اسمبلبۍ سپيكر مشتاق احمد غني سره پاكستان كښې د چ??ن سفير ياؤجنګ د صوبائي اسمبلۍ سېكرټرېټ كښې م??اق??ت وكړو۔ م??اق??ت كښې د چ??ن سفير ووئيل چين ته پاكستان سره په ملګرتيا وياړ دے۔ چين به كوم هم سخت وخت كښې پاكستان يوازې نه پرېږدي۔ ده ووئيل سي پېك پراجېكټ د خېبر پختونخوا نه غېر نيمګړې دې۔ ده ووئيل په كوم ډول چې د خېبر پختونخوا د كلتور او آثار قديمه څانګې د بدھ د آثارو او ځايونو حفاظت كړې د ستائنې وړ دې۔ په دې مهال خپلو خ??رو كښې سپيكر مشتاق غني ووئيل د چين حكومت د خېبر پختونخوا روغتونونو او تعليمي ادارو كښې د اسانيو وركولو پراجېكټونو كښې مرسته كولې شي۔ ده ووئيل د چين حكومت سره يو يادښت كښې اېبټ آباد او د چين ارومچي ښار دوه برغوني ښارونه ګرځولې شوي دي۔ دې سره سره تر دې دمه نزدې درې سوه پاكستاني طالبعلمان د چين ژبې زده كولو له چين ته لېږلې شوي دي او نور 3 سوه طالبعلمان ??ه اېم فل او پي اېچ ډي له لېږلې شي۔ په دې مهال د چ??ن سفير د قومي ورځې كېك هم پرېكړو۔ ده ووئيل ماته د پېښور اولس سره د چين ورځې په لمانځلو ډېره خوشحالي شوې ده۔ سپيكر ده ته اعزازي شيلډ وړاندې كړو او ده ته ئې چترال?? چغه او ټوپۍ ډالۍ كړه۔ د چ??ن سفير د سپپيكر او دده د عملې په مېلمستيا كولو د زړه د كومي نه مننه وكړه۔