اسلام آباد 13 ستمبر (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئېلي دي په 20 ورځو كښې د جوړو كړو دوو رېل ګاډو پرانسته به كو??ې شي٬د پاكستان رېلوے خسارې څخه د ويستلو او د ګټورې ادارې جوړولو لپاره مونږ لوظ كړې٬د پاكستان رېلوے سي پې?? پروژه كښې د ملا د ??ير حېثيت لري٬د سي پېك خلاف څوك هم نه دي٬د پرژې به بشپړه مرسته كو??ې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ ميانوالي رېل كار اپ ګرېډ ډريګ څارنې نه پس مېډيا سره په خبرو كښې وكړه۔وفاقي وزير ووئيل پاكستان او چين رېلوے به په ګډه انقلاب راولي او پسمانده سيمو ته به پاكستان رېلوے رسولې شي۔ده ووئيل چيف جسټس او وزيراعظم چ?? د بند لپاره كو?? اقدام كړې هغه د ستائنې وړ دے۔ده ووئيل د ناله لئي پروژه به ډېره زر پېل شي۔په دې لړ كښې د اېف ډبليو او سره خبره شوې۔وفاقې وزير ووئيل تر 30 دسمبر به د پاكستان رېلوے مثالي اداره جوړولې شي۔د پاكستان رېلوے خساره 42 اربه روپۍ ده كو??ه به چې په هر صورت ختمولې شي۔د ګوادر نه تر كوئټې ټريك جوړولې كېږي۔ده ووئيل زمونږ په زرګونو ايكړه زمكه قبضه كړې شوې۔د دغې زمكې قبضې ختمولو له به هم اقدامات كو??ې شي٬ملازمانو له به تحفظ وركولې شي۔ده ووئيل د عمران خان د وژن له مخې رېلوے به د كرپشن څخه پاكولې شي۔په دې موقع ده د 30 خواري كښو لپاره د پنځه پنځه زره روپو اعلان وكړو چا چې شپه او ورځ محنت كو??و سره دوه رېل ګاډي جوړ كړي دي