اسلام آباد ۔ 11 جولائی (اے پی پی) د كورنيو چارو لنډ مه??له وزير اعظم خان وئيلي دي تحريك طالبان پاكستان پېښور كښې د ترهګرۍ پ??ښې ذمه واري قبوله كړې۔ سياسي مشرتابه خپل حفاظت له بايد انتظاميه ??ره مرسته وكړي۔ د شورؤ په ورځ د سېنټ غونډه كښې د هارون بلور په تعزيتي رېفرنس د خيالاتو څرګندونه كولو په مهال وفاقي وزير ووئيل دداخله سېكتر په مشرۍ كښې يوه غونډه شوې۔ دغسې د وزيراعظم په مشرۍ كښې شوې غونډه كښې ددې پېښې په نتيجه كښې د رامخې ته شوي صورتحال جاج واخستلې شو۔ ده ووئيل وزيراعظم او زه نن د زيارت په ورځ پېښور ته روان يؤ چرته چې د اېپكس كمېټۍ غونډه رابللې شوې۔ كومه كښې به چې د پېښور كور كمانډر او د خفيه ??يجنسو اهلكار ګډون كوي۔ ده ووئيل درې ورځې وړاندې د نېكټا په غونډه كښې د استخباراتي ادارو نمائندګان ٬ هوم سېكتران او آئي جيز ناست وو۔ په دغه غونډه كښې د امن او امان په صورتحال تفصيلي غو?? وكړے شو او هم په دغه غونډه كښې د الرټس په اړه هم ووئيلې شوو او ځينې نامې هم واخستلې شوې۔ ده ووئيل سياسي ګوندونه په نېكټا كښې شوې غونډه كښې ګډون كولو له رابللي شوي وو ولې دوئي غونډه كښې ګډون ونكړې شو۔ دې څخه وروستو د نېكټا غونډه بيا رابللې شوې دغسې چې د ټاكنو په ضابطه اخلاق عمل وي او د ټاكنو غونډو څخه وړاندې انتظاميه ??بر كړي۔ ده وئويل هارون بلور د شپې 11 بجې ځينې كارمندانو چايو ته راغوښتلې وو۔ دغلته موجود ځانمرګې بريد كوؤنكې دې په نښه كړو۔ ده ووئيل سياسي مشرتابه دې خپل حفاظت لپاره انتظاميه ??ره مرسته وكړي دغسې چې انتظاميه ??وئي لپاره حفاظتي انتظامات وكړې شي۔ ده وئويل د هارون بلور او نورو كسانو په شهادت ډېر افسوس دے ۔ لوئے څښتن دے دوئي له د خپل رحم په پلو كښې ځائې وركړي۔