اسلام آباد 01 جولائي (اے پي پي) پاكستان اتوار په ورځ د 471 هندي بنديانو لسټ د هند هائي كميسون ته سپارلې۔ د خارجه دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې په بنديانو كښې سوېلين او 418 كب نيونكي شامل د??۔ په بيان كښې وئيلي شوي دي چې پاكستان او هند د مئي د 21مې نېټې كال 2008م د ت??ون له مخې په خپلو خپلو هېوادونو كښې د بنديانو د لسټ د تبادلې پابند دي او د بنديانو د لسټونو تبادله هر كال د جنورې په وړومبې نېټه او د جولائي په وړومبې نېټه كولې شي۔ د ت??ون له مخې د هند لخواهم په نوي ډيلي كښې د پاكستان هائي كميسون ته د پاكستاني بنديانو لسټ وركړے ش??ے دے كوم چې د هند په بېلا بېلو زندانونو كښې بند دي۔