كھټمنډو 06 مارچ (اے پی پی) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی وئيلي دي پاكستان او نی??ال خپلو كښې دوه اړخيزه اړيكو ته د ودې وركولو او دا په بيلو څانګو كښې په فعاله شراكت دارۍ د بدلولو زيات صلاحیت لري، پاكستان نی??ال له زيات اهمیت وركولو سره د دواړه حكومتونو او اولس په كچه رابطو ته وده وركول غواړي۔ ده دا خبره د نی??ال اولس مشر بدھیادیوی ??ھنډاری سره د نهې په ورځ خپلو خبرو كښې وكړه۔ دا ملاقات مهاراج ګنج كښې د نی??ال سركاری صدارتی محل’’شیتل نواس‘‘ كښې شوې چې پكښې سارك له د سيمه ايزې سوكالۍ لپاره د مهم پلیټ فارم په توګه وده وركولو، د كشمير مسئلې ، په سی پیك پیشرفت ، معېشت، سیلګرۍ او كلتور پشمول په بيلو څانګو كښې د مرستې په تګلاره هم خبرې شوې۔ وزیراعظم اولس مشر بدھیا دیوی له هېواد كښې د جمهوری عمل كامیابۍ سره په بشړولو مباركي وركولو سره ووئيل د اقتدار په ښه ډول منتقل كول به سیاسی استحكام او پرمختګ پلو يو قدم ثابت شي۔ ده دا پیشرفت د جمهوریت، سیاسی استحكام او اقتصادی پرمختګ پلو د نی??ال پیشقدمۍ كښې يو لويه كاميابي وګرځوله۔ وزیراعظم اقتصادی اړيكې او دوه اړخيزه تجارت زياتولو په حاجت زور راوړو كوم چې 2016-17 ء كښې 5.78 ملیونه ډالره ؤ۔ده ووئيل پاكستان تل د نی??ال خپلو ملګرو سره ولاړ دے او مونږ د نی??ال لپاره تعلیمی او بشري همدردۍ له لوظي يو۔ وزیراعظم اولس مشر بدھیا له د پاكستان د??رې كولو بلنه هم وركړه۔ دواړه لارښودو په نړيوال فورمز د يو بل په مرسته كولو د اطمینان څرګندونه وكړه۔اولس مشر بدھیا دیوی ??ونيو كښې د پاكستان اقتصادی پرمختګ ستائلو سره ووئيل هېواد كښې مثالی پرمختګ د ستائنې وړ دے۔ ملاقات كښې د نی??ال سینئر چارواكي او نی??ال كښې د پاكستان سفیر مظهر جاوید هم موجود وؤ۔