اسلام آباد 15 نومبر (اے پي پي) احتساب عدالت د نېب ريفرنسز كېس كښې پخواني وزيراعظم محمد نو??ز شريف او د هغه لور له د حاضرې څخه استثنٰي وركړه٬ عدالت د استغاثه د دوو ګواهانو بيانات قلم بند كولو سره په راتلونكې اورېدنه څلور نو?? ګواهان اوغوښتل او اورېدنه ئې د نومبر ت?? 22مه نېټې وځنډوله۔ نو??ز شريف ته د نومبر د 20مې نېټې نه تر 27مه نېټې او مريم ??واز ته د يوې مياشتې د حاضرې استثنٰي وركړې شوه۔ د نېب رېفرنس كېس اورېدنه د زيارت په ورځ د احتساب عدالت جج محمد بشير وكړه۔ په دې موقع پخوانې وزيراعظم محمد نو??ز شريف٬ د هغه لور مريم ??واز او كېپټن صفدر عدالت ته وړاندې شول۔ د اورېدنې په مهال عدالت د استغاثه د دوو ګواهانو بيانات قلمبند كړل۔ د ګواهانو په بياناتو د محمد نو??ز شريف وكيل جرح هم ترسره كړه۔ د اورېدنې په مهال نو??ز شريف ته د نومبر د 20مې نېټې نه تر 27مه او مريم ??واز ته د يوې مياشتې د حاضرې استثنٰي وركړې شوه۔ (