اسلام آباد 02 نومبر ﴿اے پي پي﴾ د اسلام آباد په احتساب عدالت كښې د امدن څخه د زياتو اثاثه جاتو په ريفرنس كښې د خزانې وفاقي وزير سناتور اس??اق ډار د ګرفتارې د ناقابل ضمانت و??رن?? جاري كولو د نېب خواست رد كړے شو٬ قابل ضمانت و??رن?? په ځائ ساتل شوے او د ريفرنس اورېدنه د نومبر تر 8مه نېټه ځنډول شوې٬ عدالت د مېډيكل رپورټ د تصديق كولو امر هم كړے۔ د زيارت په ورځ د احتساب عدالت جج محمد بشير د اس??اق ډار په ضد د امن څخه د زياتو اثاثو د ريفرنس اورېدنه وكړه۔ اس??اق ډار او د هغه وكيل په عدالت كښې وړاندے نه شول۔ د اس??اق ډار ضامن احمد علي او د خواجه حارث مرستياله وكيله عائشه حامد وړاندے شول۔ فاضل جج چې كله د تورن د غېر حاضرې وجه وپوښتله نو ضامن احمد علي ووئيل چې اس??اق ډار په لندن كښې تر معالجه لاندې دے۔ عدالت ضامن ته په تحريري توګه د ځواب وركولو هدايت وكړو۔ مرستيالې وكيلې عائشه حامد د اس??اق ډار مېډيكل رپورټ وړاندے كولو سره د حاضرې څخه د استثنٰي خواست وړاندے كړو۔ وكيلې ووئيل چې د نومبر په 3مه نېټه به په لندن كښې د اس??اق ډار انجيو ګرافي كېږي۔ د نېب پراسيكيوټر په مېډيكل رپورټ اعتراض كولو سره ووئيل چې انجيوګرافي په پاكستان كښې هم كېدے شي۔ مېډيكل رپورټ د نجي كلينك دے٬ د نېب پراسكيوټر د اس??اق ډار د ناقابل ضمانت ورانټ جاري كولو خواست وكړو۔ نېب چې كله د اس??اق ډار د بنګ اكاؤنټس او اثاثو تفصيلات په عدالت كښې وړاندې كړل نو مرستيالې وكيلې عدالت ته د اس??اق ډار د اثاثو منجمد كولو په اړه ووئيل چې د ريفرنس دائر كولو نه وړاندې اثاثې منجمد كېدې شي٬ د ريفرنس دائر كولو نه پس نه شي كېدې۔ د نېب چيئرمېن حكم درست نه دے۔ د جج په پوښتنه د نېب پراسيكيوټر د پرېكړې د توثيق خواست كولو سره ووئيل چې نېب د اثاثو منجمد كولو اختيار لري۔ د اس??اق ډار اكاؤنټس منجمد كړې شوي دي٬ د بهر هېوادونو د جائيداد ډاكومنټس ئ?? نشته۔ عدالت د نېب د ناقابل ضمانت و??رن?? خواست او د اس??اق ډار د وړاندې كېدو څخه د استثنٰي خواست رد كړو او نېب ته ئې ېد مېډيكل سرټيفېكټ د تصديق كولو هدايت وكړو۔ عدالت د اس??اق ډار قابل ضمانت و??رن?? په ځائ ساتلو سره اورېدنه د نومبر تر 8مه نېټه وځنډوله۔