اسلام آباد 10 نو??بر (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال وئيلې دي عمران خان ته يوازې خپل مطلب په نظر راځي٬ نړيوال بانك د پاكستان د پرمختګ شرح د لس كاله نه زيات ګرځولې٬ د وړاندې نه د ټولټاكنو مطلب خېبر ??ښت??نخوا د قامي اسمب??ۍ 5 او بلوچستان د درې چوكو نه محرومول دي۔ د جمعې په ورځ د جاري شوي بيان له مخې داخله وزير ووئيل نړۍ پاكستان رامخې ته كېدونكې معيشت ګرځوي خو عمران خان دا غرق كېدونكې معيشت ګرځوي۔ داخله وزير ووئيل پاكستان ښه كېږې او عمران خان په دې غم زړه ته اچولې٬ عمران خان بايد ا??س په سياست كښې بالغ شي۔ ده ووئيل د وړاندې نه د ټولټاكنو مطلب خېبر ??ښت??نخوا د قامي اسمب??ۍ 5 او بلوچستان د درېو چوكو نه محرومول دي٬ احسن اقبال ووئيل ټولټاكنې په نوې سرشمېره هم په ټاكلې موده كښې كېدې شي۔ داخله وزير ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ ګټلو له مونږ له يوالي او اتحاد ته اړتيا ده