اسلام آباد 19 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي چې حكومت د اقليتونو خېر ښېګړې او د دوي د بنيادي حقونو تحفظ لپاره پوخ عزم لري٬ د بين المذاهب او د بين العقيده هم آهنګې د ودې ض??ور?? نن د وړاندے نه څو چنده زيات محسوسېږي۔ ده دا خبرې د زيارت په ورځ د دېوالي په موقع په خپل يو پېغام كښې وكړې۔ وزيراعظم د ديوالي په تهوار په هېواد كښې د??نه او بهر هندو ټولنې ته م??اركي وركولو سره دوي لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه چې د رنګونو او رڼاګانو دا تهوار دې د دې ورځې لمانځونكو په ژوند كښې امن او خوشحالې راولي۔۔ ده ووئيل چې د پاكستان حكومت د اقليتونو خېر ښېګړې او د دوي د بنيادي حقونو تحفظ لپاره پوخ عزم لري۔ په دې لړ كښې زمونږ هڅې زمو??ږ د نبي پاك حضرت محمد ﴿ص﴾ د زرينو اصولو او زمو??ږ د قائد او زمو??ږ د آئين د وژن تابع دي۔ وزيراعظم ووئيل چې د بين المذاهب او د بين العقيده هم آهنګې د ودې ض??ور?? نن د وړاندے نه څو چنده زيات محسوسېږي٬ بايد مو??ږ دا خبره هېره نه كړو چې كوم يو مذهب د كركې او تشدد درس نه وركوي۔ په حقيقت كښې هر يو مذهب د امن٬ همغږۍ او انسانيت سره د محبت د ودې ملاتړ كوي۔ ده م??هبي مشرانو ته ووئيل چې هغوي دې د بنيادي مذهبي اقدار په ډاګه كولو او د دې اقد??رو په وده كښې خپل كردار ترسره كړي كوم چې ټولنه د انسانيت په رشته كښې تړي۔ ده په دې موقع هندو ټولنې ته هم ووئيل چې هغوي دې د پاكستان حوشحالې لپاره خپل د قدر وړ خدمات ترسره كوي۔ مو??ږ د ذات او نسل په بنياد د هر ډول امتياز څخه د پاكې ټولنې ودې لپاره پوخ عزم لرو