اسلام آباد 25 اګست (اے پي پي) د افغانستان صورتحال مستحکمولو له به امريكې له چين سره مرسته او پاكستان سره اړيكې ښې كول وي۔ دا خبره د چين نوميالۍ ورځپاڼې ګلوبل ټائمز د افغانستان پحقله د امريكې د نوې پاليسۍ په اړه خپلې يوې اداريه ك??ې ليكلې ده ۔ ورځپاڼه ليكي چې افغانستان لپاره د امريكې نوې پاليسي او حكمت عملي مبهم ده۔ پخواني اولس مشر بش په افغانستان بريد او باراك اوباما د ځواكونو شمېره كمه ك??ه او د جنګي ډلو د ستنېدو پاليسي ئې خپله ك??ې وه خو ولې امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ د ټاكنو نه وړاندې د افغانستان نه د ځواكونو د بشپ??ه واپسۍ لوظونه نظر ا??داز كولو سره چې د كومې افغان حكمت عملۍ اعلان كړے د ھغې په وجه ډېرې پوښتنې رامېنځ ته كېږي۔ ورځپاڼه ليكي اګرچه د ټرمپ د افغان د نوې لائحې ځينې اړخونه حقيقت پسندانه دي خو دا هم حقيقت دے چې په افغانستان كښې پرله پسې جنګ د هېواد سياسي ډهانچه بدله او سيمه ايزه منظرنامه پرېشان كنه ك??ې ده٬ په داسې ح??لاتو كښې په افغانستان كښې د اتحادي حكومت جوړول يو ګران هدف دے۔ په اداريه ك??ې سوالونه پورته ك??ې شوې چې آيا امريكا د افغانستان په سياسي سباٶن كښې شموليت په ځائې ساتل غواړي يا ھغه افغانستان څخه د خپلو ځواكونو ستنېدو لپاره لاره هواره وي٬ آيا امريكا افغانستان تر مېنځنۍ آسيا جيو پولېټكل رسنې له د يوې مورچې په توګه كاروي يا به امريكا امن لپاره چين سره مرسته باوري كوي ۔ ورځپاڼه وړاندې ليكلي د افغانستان سياسي صورتحال پېچلې دے٬ د جنګ خاتمې له د بېلا بېلو قواو په سياسي عمل كښې شاملول يو لوې چېلنج دے۔ ورځپاڼې زياته ك??ې چې د چېنلجونو مخنيوي لپاره به امريكې له چين سره مرستې ته وده او پاكستان سره اړيكې ښې كول وي۔ ورځپاڼه وړاندې ليكې چې امريكا بايد د پاكستان د ګټې او ستونزو احترام وكړي او د ترهه ګرۍ مخنيوي په معامله ك??ې په پاكستان فشار زياتولو پكار نه دي۔ ورځپاڼې له مخې پاكستان يوازې پرېښودل به د امريكې احمقانه اقدام وي٬ دغسې د پاكستان په ځائې هند سره د امريكې قربت د كوتاهۍ نه سېوا هېڅ نه دي۔ ورځپاڼې ليكلې د افغانستان مسئله كومه يوه ډله په يوازې نه شي هوارولې٬ ضرورت د دې خبرې دے چې هېواد كښې امن ٬ پرمختګ او استحكام لپاره ټول يو موټې شي او د رائيو په اتفاق سره ټولې چارې هوارې كړي