پسرور 05 مئي (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د ??ېش??ل هائي وے اتهارټۍ په پسرور كښې د سړك د مهمې پروژې د بنياد تيګه كېښوده۔ دا پروژه د سيالكوټ پسرور د لوئې لارې د پراخا ك??لو پروژه ده۔ د دې پروژې څخه به كم او زياته 20 لكه آبادي استفاده وكړي۔ وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د خالي په ورځ د دې پروژې د بنياد تيګه كېښوده۔ پسرور ته په رسېدو د پسرور كېډټ كالج كېډټس وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ته ګارډ اف آنر وړاندې كړو۔ وزيراعظم ته د سيالكوټ پسرور د سړك دوه مخې كولو او د دې ښه كولو پروژې په اړه بريفنګ وركړے شو۔ 56.6 ??لوميټره سيالكوټ پسرور سړك د سيالكوټ ضلعې مهم رابطه سړك دے۔ په دې وخت كښې په دې سړك ه??ه ورځ 12 زره ګاډي تېرېږي او د ټرافيك ستونزې موجود دي۔ د دې سړك ښه كېدو ??ره به د ټرانسپورټ اسانيې پېدا شي۔ د دې پروژې څخه به 20 لكه خلق استفاده وكړي۔