اسلام آباد ۔ 2 مئی (اے پی پی) د جماعت اسلامی امیر سناتور سراج احل?? وئيلي دي الېکشن کمېشن له به راروانو ټاكنو كښې د ووټرانو باور بحالول وي۔ اېم اېم اے د مئي په 13 نېټه په مينار پاكستان جلسه كوي۔ مونږ د اېم اېم اے بحالېدو ??خه وروستو د خېبر ??ختونخوا حكومت برخه نه يو پاتې۔ جماعت اسلامي د خېبر ??ختونخوا حكومت ??خه جدا كېږي ولې حكومت به پرېوتو له نه وركوي۔ كه په صوبه كښې د بجټ وړاندې كولو پرېكړه وكړې شوه نو ملګرتيا به ئې كوؤ۔ ده د شورؤ په ورځ پارلېمنټ هاؤس ??خه ميډيا سره خبرې كولې۔ ده ووئيل مونږ غواړو چې ټاكنې پخپل وخت او سپځلي اوشي۔ د حكمرانۍ حق اولس لري څوك چې غواړي هغه به حكومت جوړوي۔ ده ووئيل پخوان?? وزيراعظم نواز شريف د خپلې څلور كلنې مودې جاج اخلي چې غلطي ئې چرته كړې۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده د مېرمنو په اړه د رانا ثناﺀ الله د الفاظو غندنه كولو سره ووئيل جماعت اسلامي د كنځلو سياست رد كوي او د داسې بيانونو غندنه كوي۔