اسلام آباد 17 جنوری (اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن ميا ر??ا رباني وئېلي دي چې پاكستان د القدس شريف په اړه د امريكې د اوسني ګام سخت مخالفت كوي٬ دا پرېكړه نه يوازې د نړيوال قانون بلكې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو په ضد هم ده۔ ميا ر??ا رباني د دې خيالاتو څرګندونه تهران كښې د اسلامي هېوادونو پارليماني يونين 13مې كلنې غونډې ته خپل خطاب كښې وكړه۔ده ووئيل ملګرو ملتونو كښې د فلسطين په اړه د قرارداد ملاتړ كولو په سوب پھ پاكستان د امريكا فشار زيات شوې او اسلامي نړۍ له به د دې خبرې احسا?? كول وي۔ ده ووئيل چې په نړيواله منظرنامه په تندۍ سره بدلېدونكې صورتحال كښې د امريكې اسرائيل او هند يو بل سره يوځاې كېدل په نظر راځي او اسلامي نړۍ له به د دې مقابله كول وي۔ميا ر??ا رباني ووئيل پاكستان مينځني ختيز كښې د امن عمل د منځه وړولو ګام په سختۍ سره غندنه كوي۔دې ګام نه يوازې د قانون د سرلوړۍ ا?? د ??ړيوالو رواياتو نفي كړی٬بلكې د سامراجي ذهنيت او غاصبانه سوچ نظريه(جس كي لاټهي اس كي بهينس)لا قوي كړې۔ ميا ر??ا رباني ووئيل چې د آسيا په اړه د امريكا دوه مخيزه معيار د ټولو په وړاندې دې چې ترمخه يې د غېر جمهوري چالون?? د ??ارې جمهوري عمل د منځه وړولو او د حكومتونو ختمولو سازشونو ته وده وركولې شي۔ ده ووئيل د امريكې د داسې ګامونو سره به په نړيواله كچه د ترهه ګرۍ په ضد روانو هڅو ته زيان ورسي۔ ده ووئيل پاكستان د فلسطين په مسئله د فلسطين د دريځ ملاتړ كوي او پاكستان د پارلماني قراردادون?? د ??ارې نه يوازې د اسرائيلي بربريت غندنه كړې بلكې فلسطينيانو لپاره يې د ب??ل رياست د غ??ښت??ې بشپړه ملاتړ هم كړې۔ ده ووئيل پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې بلها قربانۍ وركړي او د شدت خوښۍ په ضد به خپل موثره كردار ترسره كول روان ساتي۔ ميا ر??ا رباني ووئيل اسلام د امن مينې او ورورولۍ درس وركوي او دا پېغام به عام كول وي۔ كنفرنس كښې ګډون كونك?? د ??يا ر??ا رباني د خطاب ستائنه وكړه او د ده ګډون يې ډېر مهم وګرځولو