اسلام آباد 09 جنوری (اے پی پی) د پاكستان او چي?? د پوهانو د تبادلې ٬ ريسرچ او د ځوانانو سفارتكارو د تربيې په اړه لوظ نامه لا سليك كړې ده۔په چي?? كښې د پاكستان س??ير مسعود خالد او د چي?? د خارجه چارو د سټډيز صدر چن يا چنګ د نهې په ورځ بيجنګ كښې د تفاهم لوظ نامه لاس ليك كړه۔په دې موقع په چي?? كښې د پاكستان س??ير ووئيل دواړه هېوادونه به د ريسرچ٬د پوهانو د تبادلې او د ځوانانو سفارتكارو د تربيې په اړه مرسته زياتولو لپاره په ګډه كار كوي۔ډه ووئيل پاكستان فارن سروس اكېډمي او د چي?? د خارجه چارو د سټډيز پوهنتونو ترمينځه د ملګرتيا اړيكې شته۔د پاكستان ځوان س??ارتكار د چي??ائي ژبې كلتور او تاريخ زده كړې لپاره دې پوهنتون ته لېږلې شي۔ده ووئيل اوس هم د پاكستان 5 سفارتكار هلته تربيه ترلاسه كوي۔ده ووئيل د سي پيك لاس ليك كېدو نه پس د دواړو وروڼو هېوادونو ترمينځه د تعليم٬سائنس او ټېكنالوجۍ په اړه مرسته ډېره زياته شوې ده