اسلام آباد 25 دسمبر (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي چې ماشومان او ځوانان د قوم سباؤن دے او د پاكستان نيمه آبادي د ځوانانو ده كوم چې زمونږ سر??ايه دي٬ ځوانان دې د قائداعظم د افكارو او تعليماتو په رڼا كښې د پاكستان پرمختګ او خوشحالې لپاره خپل پوره كردار ترسره كړي۔ اولس مشر دا خبرې په ايوان صدر كښې د قائداعظم د سالګرې په اړه د ماشومانو پروګرام ته د وېنا كولو په مهال وكړې په كوم كښې چې ماشومانو خپل عظيم لارښود د عقيدت پېرزوينه وړاندې كړه۔ اولس مش?? ووئيل چې د تېرو څلورو كلونو په مهال د اوسني حكومت د غوره پالېسو په نتيجه كښې اقتصادي څانګې پرمختګ كړے۔ ده ووئيل چې د راتلونكي كال تر پاې د جي ډي پي شرح شپږ فيصدو ته د رسېدو هيله ده او په راتلونكو درې څلورو كلونو كښې دا اته فيصدو ته د رسولو پلان لرو۔ اولس مش?? ووئيل چې د پاكستان او چين د اقتصادي لارې پروژه د اوسنې پ??ړې عجو??ه ده چې ورسره ??ه د دې منطقې قسمت بدل شي۔ ده ووئيل چې د سي پېك د فعاله كې??و نه پس به پاكستان د دې منطقې يو مهم هېواد جوړ شي۔ اولس مش?? ووئيل چې يو شمېر هېوادونو د سي پېك سر?? د تړون د خواهش څرګندونه كړې۔ ده ووئيل چې پاكستان سر?? چين هم د دې څخه بشپړه استفاده كوي۔ د سي پېك له امله د چين سامان ترسيل لپاره فاصله د لس زره كلوميټرو نه كمېدو سر?? دوه نيم درې زره كلوميټره پاتې شوې۔ اولس مشر د ماشومانو تعليم ته د خاص پام كولو په ضرورت زور راوړو۔ ده ووئيل چې ماشومانې چې څومره وي زده كړې دې وكړي٬ ده ووئيل چې د جينكو ښه تربيت سر?? مثبت ټولنې جوړېږي او ټولنې يو قوي قوم جوړ شي۔ اولس مشر ماشومانو ته د انفارمېشن ټېكنالوجې تعليم ته د خاص پام كولو په ضرورت زور راوړو۔ ده ووئيل چې راتلونكې وخت د ټېكنالوجې دے او دې نه د استفاده كولو نه بغېر مونږ په پرمختلليو هېوادونو كښې نه شو شاملېدے۔ اولس مش?? ووئيل چې مونږ ته ??ه د تېر وخت د غلطو نه زده كړې كول وي او په ګډه به وړاندې تلل وي۔ ده ووئيل چې د برېښنا په بحران قابو موندل شوې او د برېښنا لوډشېډنګ ختم كړے شوے۔ اولس مش?? ووئيل چې قائداعظم محمد علي جناح هغه ټولې خوبې لرلې كومې چې يو اعلٰي ليډر لپاره پكار وي۔ د هغه صداقت٬ امانت دارې او اخلاص مونږ ته هغه هېواد راكړو كوم چې يو خوب و۔ ده ماشومانو ته ووئيل چې قائداعظم٬ علامه محمد اقبال او د هغه دور نور مشران دې خپل آئيډيل جوړ كړي او د هغوي په نقش قدم تللو سر?? دې د پاكستان په پرمختګ كښې خپله برخه واخلي۔ په دستوره كښې د بېلا بېلو سكولونو ماشومانو د قائداعظم د ورځې په اړه ملي نغمې او ټېبلو وړاندې كړې د كومو چې اولس مشر٬ وړومبې مېرمن بېګم محموده ممنون حسېن او مېلمنو ستائنه وكړه۔ په دستوره كښې حمېرا ارشد٬ علي عباس او اوېس نيازي هم ملې نغمې وئيلو سر?? قائداعظم ته د عقيدت پېرزوينه وړاندې كړه۔ د دستوره په پاې كښې اولس مشر ماشومانو سر?? ليدنه وكړه او د قائداعظم د سالګرې كېك ئې پرې كړو۔