اسلام آباد 23 نومبر (اے پي پي) پاکستان وئيلي دي چې افغانستان كښې د كوكنارو كر او پېداوار د افغانستان پشمول د ټولې منطقې سماجي ٬ اقتصادي ٬ امن او استحكام لپاره سنګين خطر دے٬ داعش، ټي ټي پي او د هندي استخباراتي اېجنسۍ “را” پشمول تنظيمونه په پاكستان كښې تخريبي هلو ځلو لپاره افغان خاوره كاروي٬ د کلبھوش یادیو سره د كورودانې او د مور د ملاقات كولو په ??راخوست غور روان دے٬ په مقبوضه كشمير كښې هندي ظلمونه او د بشري حقونو خلاف ورزۍ به په نړيواله كچه رامخې ته كولې شي ۔ دا خبرې ?? خارجه دفتر وياند ډاكټر محمد فېصل د زيارت ورځ د اوونيز بريفنګ په مهال د خبريالانو د پوښتنو د ځوابونو په مهال كړې۔د خارجه دفتر وياند ووئېل داعش، تحریك طالبان، جماعت الاحرار او د هند استخباراتي اېجنسي د “را” پشمول نور ترهه ګر تنظيمونه د پاكستان په ??د د ترهه ګرۍ كاروائيو لپاره افغان خاوره كاروي۔ وياند ووئيل افغانستان كښې د “را” نېټ ورك جوړ دے كوم چې د ترهه ګرۍ په كاروائيو كښې ككړ دے۔ ده ووئيل پاكستان په ??ې لړ كښې افغانستان له ټول شواهد وركړې ۔ وياند ووئيل ملا فضل اللہ او د آرمي پبلك سکول پېښور د ترهه ګرۍ بريد ماسټر مائنډ هم په ??فغانستان كښې موجود دي۔ ده ووئيل افغانستان كښې د كوكنارو كر او پېداوار د افغانستان پشمول د ټولې منطقې سماجي ٬ اقتصادي ٬ امن او استحكام لپاره سنګين خطر دے۔ د يوې پوښتنې په ځواب وياند ووئيل په ??اتلونكو څو مياشتو كښې د امريكې د دفاع وزير د پاكستان دوره امكان لري۔ د پاك امريكې اړيكو په ??ړه ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه د سيمه ايز امن او استحكام پشمول په ټولو معاملو خبرو اترو لپاره رابطې شته۔ د کلبھوش یادیو په ??ړه د يوې پوښتنې په ځواب وياند ډاكټر فېصل ووئيل د كلبوشن كورودانې له د ملاقات وړاندېز خاص په ??شري بنياد وركړې شوې ، خو هند د كلبهوشن ياديو د كورودانې سره د ھغه د مور د ملاقات هم درخواست كړې او په ??ې غور روان دے۔ وياند بنګله دېش كښې تش په نوم د جنګي جرمونو ټرېبونل لخوا د جماعت اسلامي 6 غړو ته د مرګ په ??زا د تحفظاتو څرګنده كړې ده ۔ د يوې پوښتنې په ځواب د خارجه دفتر وياند ډاكټر محمد فېصل ووئېل په مقبوضه كشمير كښې هندي ظلمونه او د بشري حقونو خلاف ورزۍ به په نړيواله كچه رامخې ته كولې شي