اسلام آباد 06 دسمبر (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن په كنونشن سنټر كښې د عيد میلادالنبيۖ پحقله دستوره كښې د علامه اقبال اوپن پوهنتون د “سيرت سټډيز” ريسرچ جرنل د كال 2017 د تعليمي خپرونو بهترين جرنل ګرځولو په سبب خاص اېوارډ وركړې دې۔ د مجلې مدير ډاكټرمعین الدین هاشمي اولس مشر څخه انعام وصول كړو۔ په دستوره كښې د پوهنتون وائس چانسلر پروفېسر ډاكټر شاهد صدیقي هم ګډون وكړو۔ د مذهبي چارو وزارت ” اسلامي رياست كښې د قامي قيادت د لارښودنې اصول د سيرت په رڼا كښې” په سرخط د صوبائي او ګرد پاكستان په كچه د آرټيكلز د ليكلو مقابلې راجوړې كړې وې۔ په صوبائي كچه مقابلو كښې د پوهنتون ډاكټر احمد رضا په غوره آرټيكلز ليكلو وړومبنې انعام ??رل??سه كړو دغسې ډاكټر عائشه صنوبر اون??زی?? ګوهر خاص انعامونه ??رل??سه كړل۔ په آل پاکستان مقابلو كښې د اوپن پوهنتون پي اېچ ډي سكالر وړومبې انعام ??رل??سه كړې دغسې اوپن پوهنتون په دې مقابلو كښې پينځه قامي اېوارډونه ??رل??سه كړي۔ پروفېسر ډاكټر محې الدين هاش??ې له مخې اوپن پوهنتون د سيرت النبي ۖ فروغ لپاره په تسلسل سره اقدامات كوي او سږ كال ئې د سیرت النبيۖ فروغ لپاره دوه ن??يو??ل كنفرنسونه كړې دي او درېم كنفرنس به په 14م دسمبر كولې شي۔