اسلام آباد 09 نومبر (اے پي پي) په سېنېټ كښې علامه اقبال ته د هغه د زېږېدنې د ورځې په مناسبت ?? عقيدت پېرزوينه وړاندې كړې شوه۔ د زيارت په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د حكومتي ډلې مشر سناتور راجه ظفرالحق ووئيل چې نن د علامه اقبال د زېږېدنې ورځ ده٬ هغه د پاكستان په بانيانو كښې شمېرل كېږي۔ نه يوازې پاكستان بلكې اېران هم د هغه ډېر احترام كوي۔ نننۍ ورځ مونږ هغه ته ?? عقيدت پېرزوينه وړاند?? كوو۔ سناتور تاج حېدر ووئيل چې علامه اقبال نه يوازې په پاكستان بلكې په اېران كښې هم ډېر عزت او احترام لري او هلته ئې خلق د اقبال لاهوري په نوم پېژني۔ سناتور اعظم سواتي ووئيل چې د اقبال د افكارو څخه د استفاده كولو ضرورت دے۔ سناتور مشاهد حسېن سيد ووئيل چې د مولانا روم د مزار نه بهر د اقبال اعزازي قبر دے۔ اقبال د مركزي اسيا په هېوادونو هم ژور اثر لري۔ اقبال د بدلون او پرمختګ پېغام وركړے۔ سناتور حمدالله ووئيل چې بايد مونږ د اقبال افكار عملي كړو۔ سناتورې سحر كامران او سسي پليجو هم علامه اقبال ته ?? عقيدت پېرزوينې وړاندې كړې۔ سناتور جاوېد عباسي ووئيل چې مونږ ته به د علامه اقبال د اصولو له مخې هېواد چلول وي۔ سناتور عتيق شېخ هم علامه اقبال ته ?? عقيدت پېرزوينه وړاندې كړه او وې وئيل چې د هغه په شان نه څوك راغلي او نه به راشي