اسلام آباد 14 اکتوبر (اے پي پي) د كورنيو چارو و??اق?? وزير احسن اقبال وئيلي دي چې د پاكستان او چين د اقتصادي لار?? پروژه په حقيقت كښې داسې ګېم چېنجر پروژه ده د كومې څخه به چې نه يوازې پاكستان بلكې ټوله منطقه ګټه ترلاسه كړي٬ حكومت د ترهګرې خاتمې او د برېښنا د بحران خاتمې لپاره موثر اقدامات كړي دي٬ِ زمونږ د معيشت ??ور?? پوليو رائزنګ پاكستان ده۔ د خالي په ورځ بېلا بېلو نجي ټي وي چېنلو سره په خبرو كښې و??اق?? وزير ووئيل چې كله په كال 2013م كښې د پاكستان مسلم ليګ ﴿ن﴾ حكومت راغلو نو د پاكستان د دېواليه كېدو خبرې روانې وې او د ترهګرې زور هم و٬ په ټول هېواد كښې به 18 ٬ 18 ساعته لوډشېډنګ كېدو۔ ده ووئيل چې زمونږ په حكومت كښې د ترهګرې خاتمې او د برېښنا د بحران خاتمې لپاره موثر اقدامات شوي دي او نن د پاكستان معيشت مستحكم دے او د ترهګرې پېښې په ځانګړې توګه كمې شوې دي۔ ده ووئيل چې حكومت به آئيني موده ??ور?? كوي او د دې نه پس به په كال 2018م كښې ټولټاكنې كېږي۔