اسلام آباد ۔ 20ستمبر (اے پی پی) پخواني داخله وزير چوهدري نثار علي خان وئيلي دي د روهنګيا مسلمانانو سره د يو والي څرګندونې له دې يو پارلماني پلاوې بنګله دېش ته ولېږلې شي۔ د روهنګیا مسلمانانو كډوالو لپاره دې د مرستې فنډ جوړ كړے شي۔ د ا??ري??ا لخوا په ډرون بريدونو د غندنې بيان بايد راغلې وې۔ د برطانوی پارلیمنټ د مخالفې ډلې مشر د ??اك??تان په اړه په وركړې شوي بيان دې د سپيكر لخوا خط واستولې شي۔ د شورؤ په ورځ قامي اسمبلۍ كښې ميانمار كښې په روهنګیا مسلمانانو د روانو ظلمونو په اړه بحث كښې برخه اخستلو سره چوهدري نثار علي خان ووئيل د برطانيې د مخالفې ډلې مشر تېرو ورځو كښې د ??اك??تان په اړه مهم بيان وركړے۔ د دومره منډو ترړو سره هم نړۍ كښې د ??اك??تان ملګري كم دي۔ په لوئيديز كښې د ??اك??تان د دريځ ملاتړ ډېره مهمه خبره ده۔ جرمی کارنی نړۍ ته وئيلي چې هغه د ??اك??تان قربانۍ نظر كښې ساتلو سره د ??اك??تان عزت و??ړي?? چوهدری نثار علی خان ووئيل د دې ايوان لخوا دې حكومت او مخالفه ډله په ګډه د خط د لارې د جرمي كارمي مننه و??ړي?? خط دې د سپيكر لخوا وي او برطانيه كښې زمونږ هائ كمشنر دے دا خط هغه ته ورسوي۔ ده ووئيل د ډرون بريدونو په اړه د پارلمان د دواړو ايوانونو قراردادونه موجود دي۔ دا د ??اك??تان د خپلواكۍ او آزادۍ په ضد دي۔ د 15 ستمبر په ډرون بريد ??اك??تان د ناخوښۍ څرګندونه هم كړې نه ده۔ د ښكاره قراردادونو باوجود كه ډرون بريد كېږي نو ددې په ضد باي?? غږ پورته كړې شي۔ او ا??ري??ا سره په نېكو هيلو اډانه د كوم ملاقات كولو هېڅ حاجت نشته۔ ده چين كښې د بركس كنفرنس حواله وركولو سره ووئيل چېن د دې كنفرنس كوربه هېواد وو ۔ هند چې يو كال وړاندې د ??اك??تان په ضد كوم قرارداد منظور نه كړې شو هغه چين كښې د بركس كنفرنس په مهال منظور كړې شو۔ زمونږ ذمه وارو سفارتكارو په دې كار ولې ونكړو۔ دوئي د كوم مرض دارو دي چا چې زمونږ د عزت نفس او وقار ساتنه نه ده كړې دوئي څخه بايد ځواب وغوښتلې شي۔ زمونږ ملګري هېواد كښې دا كنفرنس وو او مونږ ته اطلاع نه وه۔ په روهنګیا مسلمانانو د روان زور ٬ ظلم او زياتي پېښو په اړه ده ووئيل دا مسلمانانو له نه بلكې ټول انسانيت له هم د عبرت مقام دے۔ دې پېښو كښې برما د يو رياست په توګه او پوځ او حكومت شامل دے۔ په دې اړه قرارداد كافي نه دے۔ د مسلمان په حېث عملي ګامونه پورته كول زمونږ ذمه واري ده۔ پاکستان بايد د او آئي سي غونډې رابللو غوښتنه كړې وه۔ د او آئی سی خارجه وزيران بايد په يو نكاتي ايجنډا ناست وو۔ ده وړاندېز وركړو چې د ايوان د دواړو اړخونو په غړو مشتمل يو پارلماني پلاوې دې بنګله دېش كښې د روهنګيا مسلمانانو كېمپونو دوره و??ړي?? حکومت دې روهنګیا مسلمانانو له فنډ جوړ ??ړي?? ددې ابتداﺀ بايد د پارلیمنټرین عطياتو څخه وكړې شي۔ كه دا فنډ جوړ شو نو پرائیوېټ سېکټر څخه فنډ راتلې شي۔ كه د او آئي سي غونډه كېږي نو ??اك??تان دې كښې د لارښودنې كردار بايد ترسره كري۔ ده ووئيل سپیکر دې ټولو اسلامي هېوادونو ٬ د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر ٬ د آئي پي يو سپيكرز او د سېكورټي كونسل مستقل غړو ته خطونه وليكي او ددې ايوان څخه منظور شوې قرارداد دے هم ولېږلې شي۔ د هېواد ټول سياسي ګوندونه بايد په يو آواز په دې اړه خبره و??ړي?? دوهم سپيكر د قانون وزير ته هدايت وكړو چې د چوهدري نثار علي خان وړاندېزونه عملي كولو له خپل كردار ترسره كړي