اسلام آباد 03 اکتوبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزیر اسد عمر وئيلي دي چې چین او پاکستان ستراتېژك شراكتدار دي ٬ د ??ي پېك منصوبو تعين دواړو هېوادونو ته په شريكه سلا كول دي٬ ??ي پېك كښې نوې ستراتېژك شراكتدار د شاملولو هېڅ پرېكړه نه ده شوې٬ په انفرادي منصوبو كښې د سرمايه كارۍ بلنه وركېدې شي ٬ پخواني حكومت ??ي پېك ګېم چېنجر ګرځوله خو پارلمان ئې د لوظنامو نه بې خبره ساتلې ٶ٬ د فاټا انضمام نه پس به ??م فاټا او پاټا لپاره مراعات تر پنځو كالو دوامدار وي٬ په اېن اېف ??ي پېشرفت لپاره دې دې اعلٰې وزيران خپل نمائندګان ونوموي۔ د شورو ??ه ورځ د سېنېټ غونډه كښې په ضمني مالياتي (بدلون) بل بحث راغونډولو سره اسد عمر ووئيل د ??ي پېك منصوبو پاكستان او چين له پېشرفت كول دي٬ ستراتېژك شراكتدار د دواړو هېوادونو دي٬ سعودي سره اصولي خبره شوې وه ٬ لا څه لوظنامه نه ده شوې او ??ي پېك كښې به نور ستراتېژك شراكتدار نه شاملوٶ۔ ده ووئيل د انكم ټېكس په قانون كښې د بدلون اطلاق به د جولائي د وړومبۍ نيټې څخه وي۔ فائلرز او نان فائلرز پحقله سېنېټ څخه هم تجويزونه ترلاسه شوي۔ ده ووئيل د سمندر پورې پاكستانيانو پحقله قانون دا وائي چې كه ھغوي په كال كلښې 182 ورځې په پاكستان كښې وي نو ګوشوارې به ??مع كوي او د وراثت په معامله رعايت وركړې شوې دے، بهر هېواد كښې مېشته پاكستانيانو له ګوشوارې ??مع كولو ضروري نه وي خو د 60 ورځو ترسيلات زر څخه ھغوي جائېداد او ګاډي اخستې شي