اسلام آباد ۔19 اګست (اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر سردار عثمان بزدار ته د پنجاب او جام مير كمال خان ته د بلوچستان اعلی وزير په ټاكل كېدو مباركي وركړې ده۔ د اتوار په ورځ خپل پېغام كښې د قومي اسمبلۍ سپيكر ووئيل جام مير كمال خان د بلوچستان مسئلو څخه ښه خبر دے او دده د بلوچستان اعلی وزير ټاكل كېدل به د بلوچستان پرمختګ او خوشحالۍ له يو مثبت عمل وي۔ سپيكر ووئ??ل د عثمان بزدار په مشرۍ كښې به د پنجاب صوبه د پرمختګ او سوكالۍ په لاره روانه شي او پېښې ستونزې به هوارې شي۔ ده هيله ولرله چې سردار عثمان بزدار به د پنجاب اولس ?? هيلو ترمخه كار وكړي او اولس ??ره كړې لوظونه به وپالي۔ سپيكر ووئيل عثمان بزدار د س??ئيلي پنجاب وروستو پاتې سيمې سره تعلق لري۔ د ده ټاكنه به د پنجاب وروستو پاتې طبقې سره تعلق لرونكي اولس لپاره يو ښه فال ثابت شي۔ ده ووئيل وزیراعظم عمران خان د عثمان بزدار ټاكنه وروستو پاتې سيمې څخه كړې ده