اسلام آ??اد ۔ 29جولائی (اے پی پی) د پاكستان اكانومي واچ صدر ډاكټر مرتضی مغل وئيلي دي د ع??ران خان بريا نه وروستو امريكا ٬ اروپا او هند ته به د بدلېدونكي پاكستان په اړه خپله رويه بدلول وي۔ كه د نوي پاكستان په جوړولو كښې دوئي مرسته ونكړه او زمونږ په لاره كښې ئې خنډان راولاړ كړل نو زيان به ئې دوئي ته رسي۔ ده ووئيل آئی اېم اېف، ورلډ بېنک، آسيائي پرمختيائي بېنك او نورې نړيوالې ادارې دې هم خپلو منفي رويو ته بيا كتنه وكړي ولې چې نړيوال او سيمه ايز استحكام لپاره د پاكستان مستحكم كېدل ضروري دي۔ ډاكټر مرتضیٰ مغل د اتوار په ورځ خپل بيان كښې ووئيل نوې حكومت دې اقتصادي معاملو ته دومره پام لرنه وكړي څومره چې سياسي معاملو ته كولې شي چې ورسره استحكام پېدا شي او د كاروباري ورورلۍ باور زيات شي۔ ده ووئيل بهر هېوادونو كښې د اث??ثې لرونكو عناصرو په ضد چې څومره زر كارروائي پېل كړې شي نو ښه به وي۔ ده ووئيل د اېمنسټي سكيم تر??خه په دې مياشت كښی اېف بي آر ته د 11 ارب روپو آمدن شوې او د الېكشن ??خه وروستو يوه ورځ كښی اېف بي آر ته د 2.5 ارب روپو آمدن شوې۔ په دې حالاتو كښې چې كاروباري ورورولي خپلو پټو اث??ثو ښكاره كولو كښې خوښي لري په سكيم كښې پراختيا به د هېواد او قام په ګټه كښې وي۔