اسلام آباد 25 جون (اے پي پي) لنډمهاله وزیراعظم جسټس (ر) ناصر الملك د تركيې اولس مش?? رجب طیب اردوان ته په ??ارلماني او صدارتي ټاكنو كښې په تاريخي كاميابۍ مباركي وركولو سره په دې خبره ټېنګار كړې چې دا انتخابي كاميابي د اولس مش?? اردوان په ??شرۍ او وژن د بشپړه باور او د اے كے ګوند د پياوړې ترقۍ مظهر دے۔ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې لنډمهاله وزيراعظم د اولس مش?? رجب طيب اردوان په ??امه د مباركۍ په خپل پېغام كښې په صدارتي او پارلماني ټاكنو كښې د دوي ګوند جسټس اېن?? ډوېلپمنټ ګوند (اے كے پي) ته په ??اميابۍ دوي ته مباركي وركړې۔ وزیراعظم د تركيې د جمهوري ادارو او اقدارو د استحكام ستائنه كولو سره د تركيې واكمنو او اولس ته پارلماني او صدارتي ټاكنو په سوله ايز ډول په ??ولو مباركي وركړه۔ ده ووئيل د پاكستان اولس د تركيې په ??رمختګ ډېر وياړ لري۔ ده د دې اميد څرګندونه وكړه چې د پاکستان او ترکیي ترمېنځه د ورورولۍ تاريخي رشته به په سباٶن كښې لا قوي شوي۔ جسټس ناصرالملك د پاكستاني حكومت لخوا په ??ولو څانګو كښې د موجوده ستراتېژك دوه اړ??يز?? اړيكو ته پراختيا وركولو له د تركيې حكومت سره په ګډه د كار كولو د عزم پخلې وكړو۔ (ص ف/م ع/ګ ل/1743)