اسلام آباد 08 جون ( اے پي پي) د سېنېټ د انفارمېشن ټېكنالوجې قائمه كمېټې غونډه د كمېټې چيئرپرسن روبينه ??الد په مشرې كښې د پارلمان په ودانې كښې وشوه۔ په غونډه كښې د انفارمېشن ټېكنالوجې د وزارت د كار٬ بجټ٬ د ملازمينو د شمېر او د پروژو تفصيلي جاج واخستلل شو۔ په غونډه كښې د وزارت ??ېډ??شنل سېكتر جواد ناصر كمېټې ته د وزارت په اړه بريفنګ وركړو۔ په دې موقع د كمېټې مشرې روبينه ??الد هدايت وكړو چې په راتلونكې غونډه كښې دې د كنټرېكټ ملازمينو مكمل تفصيل كمېټې ته وركړې شي۔ د كمېټې په غونډه كښې سنا??ور عبدالرحمان ملك٬ ډاكټر غوث محمد خان نيازي٬ ډاكټر اشوك كمار٬ ميا محمد عتيق شېخ٬ فدا محمد او د رخسانه ??بېري نه ??لاوه د وزارت چارواكو ګډون وكړو۔