اسلام آباد ۔ 03 مارچ (اے پی پی) د موسمياتي بدلون وفاقي وزير سناتور مشاهد الله خان وئيلي دي سره د ټولو سازشونو د سېنېټ ټاكنې د جمهوريت فتح ده۔ نوټونو سره د دنيا هر څيز اخستلې شي ولې د پاكستاني اولس ضمير نه۔ ده د خالي په ورځ پارلېمنټ هاؤس څخه بهر ميډيا سره خبرې كولې۔ په دې مهال نوې ټاكل شوي سناتوران مشاهد حسېن سي?? او اسد جونېجو هم موجود وو۔ ده ووئيل اسلام آباد څخه مشاهد حسېن سید او اسد جونېجو لوئے اكثريت سره كاميابي ترلاسه كړې۔ پاكستانې اولس وړ??ندې هم نواز شريف سره ولاړ وو او اوس هم۔ ده ووئيل د نواز شریف د ګوند كسان ووټ كا??ولو له راغلي۔ ټول نواز شريف خپل لارښود مني۔ ده ووئيل هغه كسانو ته ماتې شوې چا چې په پارلېمنټ لعنت لېږلې او خپلو كانديدانو ته ووټ وركولو له راغلي نه دي۔ په دې مهال خپلو خبرو كښې سناتور مشاهد حسېن سید ووئيل زه په خپله كاميابۍ د نواز شريف مننه كوم چا چې ماته ټكټ راكولو سره په ما باور وكړو۔ ده ووئيل زه شهباز شريف او نواز شريف ته مباركي وركوم۔ دا د مسلم ليګ (ن) فتح ده۔ ده ووئيل قامي سلامتيا او د هېواد پرمختګ له به ټولو سي??سي ګوندونو له يو موټې كېدل وي۔ د مسلم ليګ ن نوي ټاكل شوي سناتور اسد جونېجو ووئيل په خپله كاميابۍ اول د لوئے څښتن او بيا د نواز شريف مننه كوم چې په مونږ ئې باور وكړو۔ ده ووئيل مسلم لیګ (ن) د سېنېټ ټاكنو كښې په بشپړ ډول برخه واخسته۔ ده ووئيل زه د ووټ كا??ؤنكو د قامي اسمبلۍ ټولو غړو ٬ سي??سي ګوندونو او اتحادي ګوندونو مننه كوم چا چې مونږ ته ووټ راكولو سره مونږ كامياب ګرځولې يو۔