اسلام آباد 26 دسمبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئيلي دي بېنظير بھ??و په پاكستاني سياست كښې ځانګړې بصيرت لرونكې لارښوده وه۔ د دې د وژنې پېښه د پاكستان په سياسي تاريخ كښې يوه لويه الميه او تور باب دے۔ دې پ??كستاني سياست كښې د خپلې پوهې ٬ هلو ځلو او بهادرۍ سره ځائې جوړ كړے وو په 27 دسمبر بینظیر بھ??و ته د هغې 10مې كليزې په مهال د عقيدت پېزوېنې وړاندې كولو سره ده ووئيل بېنظير بھ??و يو مړنۍ لارښوده وه۔ دې د خپل وخت د هر آمر او ظالم پ?? مړ??نه مقابله وكړه۔ د دې د قامي همغږۍ او د ټولنې ورستې پ??تې طبقو ملاتړ به ټول عمري ياد ساتلې شي۔ د قامي اسمبلۍ سپيكر ووئيل د دې د وژنې پېښه د پاكستان په سياسي تاريخ كښې يوه لويه الميه او تور باب دے۔ ده ووئيل بېنظير ټول عمري په مفاهمت او زغم باور لرلو۔ ده په ټولو سياسي قوتونو زور راوړلو سره ووئيل چې دوئي دې د خپلو خپلو ګوندونو نه پرته جمهوريت او د هېواد سوكالۍ له كار وكړي۔ د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د محترمې بېنظير بھ??و روح ته ثواب رسولو له دعا هم وكړه