اسلام آباد ۔ 19 دسمبر (اے پی پی) د سېنېټ د ټول ايو??ن د كمېټۍ غونده د نهې په ورځ د پارلمان په ودانۍ كښې د چیئرمېن میاں رضا رباني په مشرۍ كښې وشوه ۔ غونده كښې د پوځ سرلښكر د اوسنيو دورو په اړه پاكستان لپ??ره د بدلېدونكې قامي سلامتيا د وضعې جاج واخستې شو٬ د پوځ سرلښكر٬ ډي جي اېم او٬ ډي جي آئي اېس آئي او ډي جي آئي اېس پي آر ګډون وكړو۔ د سېنېټ چیئرمېن خپلو خبر?? كښې ووئيل د سرلښكر سېنېټ ته په راتګ هركلے كوٶ٬ د خارجه پاليسۍ او قامي سلامتيا سره د اړوندو معاملو پحقله د كمېټۍ د كردار نه خبر ك??ې شو۔ ده ووئيل نننۍ غونډه د خپل نوعيت وړومبنې ګام دے كوم چې دې لپ??ره پورته كړې شوې چې دا خبره باوري شې چې د پاكست??ن د قامي سلامتيا پاليسۍ د بدلېدونكو سيمه ايزو حقائقو او د پاكست??ن د امنيتي وضعې له مخې ده۔ د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ د امنيتي وضعې پحقله كمېټي په تفصيلي توګه خبر ك??ه او د دې نه پس ډائرېكټر جنرل ملټري آپرېشنز مېجر جنرال ساحر شمشاد مرزا تفصیلي پرېزنټېشن وركړو۔ د پرېزنټېشن نه پس د پوځ سرلښكر د سېنېټ د غړو د پوښتنو په ذاتي توګه ځوابونه وركړل كوم چې د قامي مف??دو او د سلامتيا څانګو پحقله وو٬ كومو چې تر درېو ساعتو نه زيات دوام لرلو۔