اسلام آباد ۔ 29 اکتوبر (اے پی پی)سېنېټ كښې د حكومتي ډلې مشر سېناتور راجه ظفر الحق وئيلي دي ارواښاد آغا شورس كشميري د نيمې وچې نوموړے خبريال ٬ خطيب ٬ اديب ٬ شاعر او دانشور وو۔ دده سماجي ٬ صحافتي ٬ مذهبي او ادبي خذمات به ټول عمري ياد ساتلې شي۔ ددې ??يالاتو څرګندونه ده نېشنل پرېس كلب اسلام آباد كښې د پاكستان فېډرل يونېن آف جرنلسټ ترسېوري لاندې ?? ارواښاد آغا شورس په ياد كښې راجوړې كړې شوې تعزيتي دستورې ته خپل خطاب كښې وكړه۔ راجه ظفر الحق ووئيل آغا شورش سره زما تعلق د هغه د ژوند په آخري ورځو كښې زيات شوے وو۔ كله چې ما د اسلم قرېشي (د ختم نبوت اتل) مقدمه فوځي عدالت كښې وكړه نو هغه ډېر خوشحاله شو او مانه ئې د ټولې مقدمې د روداد مطالبه وكړه دغسې چې هغه ئې خپلې ورځپاڼې چټان كښې شائع كړې شي۔ آغا شورس يو ښه اديب ٬ خطيب او شاعر ??م وو۔ د آزادۍ په هڅو كښې ده د مسلمانانو وينه د خپلې شاعرۍ د لارې ګرمه وساتله او ارواښاد په هغه كسانو كښې شامل وو چا چې د هغه وخت هغه طاقت نيمې وچې څخه بهر كړو د كوم لمر ??ې چرته هم نه پرېوتو۔ ده په تقرير كښې باور وركړو چې د آغا شورس کشمیری معطل شوي زوئي بيا بحالولو له ??ه ضروري ګامونه پورته كولې شي۔ راجه محمد ظفرالحق ووئيل دا اوسنې ختم نبوت په آئين كښې د كېدونكي بدلون يو چال وو كوم چې حكومت تر ډېره حد حل كړې باقي كه لږ پاتے دے نو دا به د قامي اسمبلۍ په راروانه غونډه كښې حل شي۔ بياهم ايمان واله بايد په خپل ايمان ټينګ ولاړ پاتے شي۔ په دې مهال د جمعيت علماﺀ اسلام ف لارښود مولانا فضل الرحمن او نورو علماﺀ كرامو او مقررينو خپل خطاب كښې د ارواښاد آغا شورس په ژوند او خذماتو رڼا واچواله۔